قزاقستان: د کابل او اسلاماباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو

قزاقستان اعلان کړی چې که کابل او اسلاماباد رسمي غوښتنه وکړي، دغه هېواد چمتو دی د دواړو لورو ترمنځ د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین ویلي، د قزاقستان بهرنی سیاست د اختلافاتو د حل لپاره پر ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او متقابل تفاهم ولاړ دی.
نوموړي ټینګار کړی چې سیمهییز ثبات د هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو له لارې پیاوړی کېدای شي او منځګړیتوب کولای شي د باور جوړونې او دوهاړخیزو اړیکو د ښهوالي لپاره اغېزناک ګام وي.

