مجاهد: پاکستاني الوتکو په کنړ او هلمند کې پر استوګنیزو کورونو بریدونه کړي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، پاکستاني الوتکو تېره شپه د کنړ ولایت د شلتن ولسوالۍ اړوند چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند صفار سیمو کې پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

د مجاهد په وینا، په دغو بریدونو کې ۹ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. نوموړي ویلي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مجاهد دغه بریدونه غندلي او هغه یې د ټولو منل شویو اصولو خلاف تېری او جنایت بللی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا