محسن رضايي د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي وټاکل شو

د ایران اسلامي انقلاب رهبر آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهيي، د سپاه پاسدارانو پخوانی قوماندان او د مصلحت نظام تشخیص شورا غړی محسن رضايي د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه ټاکلی دی.
د ایران دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، محسن رضايي به په نوې دنده کې د ملي امنیت عالي شورا په چارو کې د رهبر آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهيي استازیتوب هم کوي.
محسن رضايي د ایران او عراق جګړې پر مهال له پوځي قوماندانانو څخه و او تر دې وړاندې یې د سپاه پاسدارانو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د ملي امنیت عالي شورا د منشي څوکۍ تر دې مخکې محمدباقر ذوالقدر پر غاړه لرله.
نوموړي له علي لاریجاني وروسته دغه مسوولیت ترسره کاوه.

