مزارشریف کې د تګ راتګ د نظم لپاره د سولري ګلمیخونو نصب پیل شو

د بلخ امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، په مزارشریف ښار کې د تګ راتګ نظم او خوندیتوب ښه کولو لپاره د ساده سولري ګلمیخونو د نصب لړۍ پیل شوې ده.
د مسوولینو په وینا، پرون د مولانا جلالالدین بلخي هوايي ډګر او د بلخ امنیې قوماندانۍ په ساحو کې دغه ګلمیخونه نصب شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د سولري ګلمیخونو نصب به د موټرچلوونکو او پلي کسانو خوندیتوب، د تګ راتګ مسیرونو روښانه کولو او د عبور و مرور نظم ښه کولو کې مرسته وکړي.
ویل شوي، چې دا لړۍ به د مزارشریف ښار په نورو اړوندو سیمو کې هم دوام ومومي.

