مزارشریف کې ۶۷۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت شوه

د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي وايي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د «خوادي پروژې» په نوم ۶۷۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.

رسولي په اېکس‌پاڼه لیکلي، د شمال زون امارتي غصب‌شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د اسنادو او مدارکو له دقیقې ارزونې وروسته، د شرعي حکم پر بنسټ یاده ځمکه امارتي ملکیت بللې ده.

د نوموړي په وینا، دغه ځمکه د مزارشریف ښار په نهمه ناحیه کې موقعیت لري.

څو ورځې وړاندې هم عدلیې وزارت ویلي وو چې یادې اختصاصي محکمې په مزارشریف کې د «مایار مېنې ښارګوټي» په نوم ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.

د عدلیې وزارت په وینا، محکمې د متصرفینو او اړوند کمېسیون اسناد، املاکي دفاتر او د اړوندو ادارو معلومات په دقیقه توګه ارزولي او پرېکړه یې کړې چې ټوله ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا