مسکو د افغان پناهغوښتونکو د چټک ایستلو پر بهیر نیوکه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ادعا کړې چې امریکا، بریتانیا او جرمني افغان پناهغوښتونکو ته د منلو شرایط سخت کړي او د افغان وګړو د ایستلو بهیر یې چټک کړی دی.
زاخارووا ویلي، جرمني تر اوسه څو ځله افغان وګړي په الوتکو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.
نوموړې زیاته کړې چې په قطر کې د امریکا پخوانۍ پوځي اډې په یوه کمپ کې مېشت د څه باندې زر افغانانو برخلیک لا هم روښانه نه دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ادعا کړې چې لوېدیځ هېوادونه له افغان پناهغوښتونکو سره د چلند په برخه کې محدودیتونه زیاتوي او د هغوی د بېرته ستنولو بهیر چټکوي.
هغې همداراز ویلي چې د افغانستان پخواني دولتي چارواکي او پوځي کسان ښايي په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شي.
زاخارووا پر لوېدیځو هېوادونو نیوکه کړې چې له یوې خوا پر اسلامي امارت د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګوي او له بلې خوا افغان وګړي بېرته افغانستان ته ستنوي.
نوموړې ادعا کړې چې واشنګټن د قطر په کمپ کې مېشت افغانانو د بیا مېشتولو لپاره له ځینو افریقايي هېوادونو سره خبرې کوي.

