ملګري ملتونه وایي تر ۲۰۶۰ کال پورې د افغانستان نیمایي نفوس په ښارونو کې مېشتېږي

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (هبیتات) ویلي، په راتلونکو لسیزو کې به افغانستان کې د ښاري کېدو بهیر په چټکۍ سره پراخ شي، خو د هېواد ډېری ښارونه لا هم د دې بدلون لپاره لازم چمتووالی نه لري.

د یاد پروګرام د اټکل له مخې، تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو افغانانو څخه یو تن په ښاري سیمو کې ژوند کوي او د ښاري نفوس کچه به له اوسني شاوخوا ۳۰ سلنې څخه نږدې ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

هبیتات ټینګار کړی، د ښاري نفوس د چټک زیاتوالي د اغېزمن مدیریت لپاره باید د ښاري پلان جوړونې، بنسټیزو زیربناوو، کور جوړونې او عامه خدمتونو پراختیا ته لومړیتوب ورکړل شي، ځکه د مناسب چمتووالي نشتوالی به پر ښارونو فشار زیات کړي.

د یاد پروګرام په وینا، د خوندي او مناسب ښاري ژوند د برابرولو لپاره اوږدمهاله پانګونې او منظمې ښاري پالیسۍ اړینې دي، څو ښارونه د راتلونکي نفوس اړتیاوو ته په اغېزناک ډول ځواب ووايي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا