مهاجر فراهي: د پاکستان وروستي هوايي بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل.
فراهي نن په یوه غونډه کې وویل، دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.
هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي او اسلامي امارت به یې په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.

