نتنیاهو: پر غزې پوځي عملیات به دوام ومومي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د غزې تړانګې له ۶۰ سلنې څخه پر زیاته برخه د اسراییلي ځواکونو کنټرول ټینګ شوی او پوځي عملیات به د امنیتي موخو تر ترلاسه کېدو دوام ومومي.

نتنیاهو همداراز ادعا کړې چې په لبنان کې یې د حزب‌الله د توغندیزو وړتیاوو پر وړاندې مهم اقدامات ترسره کړي، خو په دواړو جبهو کې یې لا هم د نورو عملیاتو اړتیا یاده کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د غزې او لبنان جګړو د نړیوالو اندېښنو او پراخو نیوکو لړۍ چټکه کړې ده. یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د جګړې د پراخېدو او ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا