ننګرهار کې د ویښتانو قاچاق مخه نیول شوې

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویلي، افغان پوله‌ساتو ځواکونو ننګرهار ولایت کې پاکستان ته د ۱۰۶ کیلوګرامه ویښتانو د قاچاق مخه نیولې ده.

د یادې قول اردو ویاند وحیدالله محمدي په خبرپاڼه کې ویلي، امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ د پچیر اګام ولسوالۍ اړوند د زیړانو کنډو په سیمه کې درې تنه قاچاقبران نیولي دي.

د سرچینې په وینا، نیول شویو کسانو غوښتل یاد ویښتان د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې پاکستان ته قاچاق کړي، خو تر نیول کېدو وروسته ترې یاد توکي هم ترلاسه شوي دي.

قول اردو زیاته کړې، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دکمه بازگشت به بالا