ننګرهار کې د کوټې چت غورځېدو له امله درې کسان مړه شوي

د ننګرهار ولایت مسوولین وایي، د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یو کور د چت نړېدو له امله درې کسان مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ په وینا، پېښه تېره شپه د اچین ولسوالۍ په «عبدالخېل» سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې د یوې کورنۍ غړي زیانمن شوي دي.
مسوولین وایي، ټپي شوی ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او د وضعیت یې تر څارنې لاندې دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له تېرو میاشتو راهیسې په هېواد کې د ورښتونو او د کورونو د چت نړېدو پېښې زیاتې شوې، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تر دې وړاندې په کاپیسا ولایت کې هم د ورته پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
په ورته وخت کې د هواپېژندنې ادارې نن د هېواد په لسو ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
کارپوهان وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو سره له جدي خطرونو سره مخ هېوادونو له ډلې دی، چې وروستي ورښتونه یې د زیانونو کچه نوره هم لوړه کړې ده.





