ننګرهار کې څلورو ترافیکي پېښو ۷ کسان مړه کړي

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو کې په څلورو جلا ترافیکي پېښو کې اووه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

چارواکي وايي، لومړۍ پېښه د بټي‌کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې شوې، چې یو «اکوا» موټر له ونې سره ټکر کړی او څلور ښځې، چې د یوې کورنۍ غړې وې، مړې شوې دي.

موټرچلوونکی هم سخت ټپي شوی دی.

په دوو نورو پېښو کې په کوټ ولسوالۍ او جلال‌اباد ښار کې دوه ماشومان له موټرو سره تر ټکر وروسته مړه شوي دي.

څلورمه پېښه د جلال‌اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سبزآباد سیمه کې شوې، چې یو کس په‌کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

امنیه قومانداني وايي، لومړني معلومات ښيي چې دغه پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځته شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا