نوي کابل ښار ته د صیاد له اوبو د لېږد ۵۵ کیلومتره پروژه تر طرحې لاندې ده

د ښار جوړونې او مسکن وزارت وايي، د صیاد اوبو له سرچینې څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د لېږد ستره پروژه تر تخنیکي ارزونې او طرحې لاندې ده.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د موجودې طرحې له مخې به شاوخوا ۵۵ کیلومتره اوږد انتقالاتي مسیر جوړ شي، څو نوي کابل ښار ته د راتلونکو کلونو اړتیا وړ اوبه برابرې شي.
د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «جایکا» د ۲۰۱۲ کال د مطالعاتو له مخې، نوي کابل ښار، د کابل ۱۷مې ناحیې او ښارکالشیخ لپاره د اوبو کلنۍ اړتیا شاوخوا ۲۳۳ میلیونه متر مکعب اټکل شوې ده.
د دغو مطالعاتو له مخې، د صیاد د ځمکې لاندې اوبو سرچینه د نوي کابل لپاره له لومړیتوب لرونکو سرچینو څخه بلل شوې او د عادي استخراج له لارې ترې په یوه ثانیه کې شاوخوا څلور متر مکعب اوبه ترلاسه کېدای شي.
که د نفوذي ګالرۍ سیستم وکارول شي، دغه ظرفیت نږدې ۶.۳ متر مکعبه په ثانیه کې رسېدای شي.
وزارت زیاتوي، تخنیکي ټیم یې د اوبو سرچینې، استخراج، انتقال مسیر او راتلونکو اړتیاوو په پام کې نیولو سره د پروژې پر مطالعاتو او طرحې کار کوي.
هدف یې نوي کابل ښار ته د اوږدمهالې او دوامدارې اوبو سرچینې برابرول دي.

