نوی هندي فلم؛ د هند او پاکستان د بېلتون او جلا شوې مینې کیسه

د هندي فلم جوړوونکي امتیاز علي نوی فلم «زه بېرته راځم» په هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د نندارچیانو له مثبت هرکلي سره مخ شوی دی.

فلم د هند د وېش تاریخي موضوع ته ځانګړی شوی او د مینې، یادونو او انساني اړیکو کیسه بیانوي. په دې اثر کې وتلی هنرمند نصیرالدین شاه د یوه ۹۵ کلن سېک سپین‌ږیري رول لوبوي چې د عمر له زیاتوالي او د حافظې له کمزورۍ سره مخ دی.

د فلم کیسه د کورنۍ، خاطرو او نیمګړو ارمانونو پر محور راڅرخي او هڅه کوي د هند د وېش انساني او عاطفي اړخونه انځور کړي.

شنونکي وایي، د فلم ژوره کیسه، پیاوړي رولونه او احساساتي محتوا هغه عوامل دي چې د نندارچیانو پام یې ځان ته اړولی او په لنډ وخت کې یې پراخ شهرت موندلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا