نیمروز او ننګرهار کې د ۱۲۶۸ قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی او د ۷ کسانو نیول

د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په نیمروز او ننګرهار ولایتونو کې د ۱۲۶۸ ټوټو قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې او د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو یې اووه کسان نیولي دي.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د نیمروز امنیه قوماندانۍ د درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو د دوامدارو ګزمو او کشفي عملیاتو پر مهال د موټرسایکلونو او پیسو غلا، اخلاقي فساد او انسانقاچاق په تړاو اووه کسان نیولي دي.
بلخوا، د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په یوه کشفي عملیاتو کې ۱۲۶۸ ټوټې قیمتي ډبرې نیولې او د قاچاق مخنیوی یې کړی دی.
د دې قضیې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، د جنایي جرمونو او قاچاق مخنیوي او د امنیت ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو کشفي او عملیاتي هڅې دوام لري.

