هرات په درېیو میاشتو کې ۱۱۷ ټنه تازه مېوه عربي هېوادونو ته صادره کړې

د هرات ولایت مقام خبر ورکړی چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له هرات څخه ۱۱۷ ټنه تازه مېوه عربي هېوادونو ته صادره شوې ده.
د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د تازه مېوو د صادراتو زیاتوالی د هېواد د اقتصادي ودې، د بزګرانو د ملاتړ او د افغانستان د صادراتي بازارونو د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، سیمهییزه اداره هڅه کوي چې د کورنیو تولیداتو لپاره نوي بهرني بازارونه ومومي او د صادراتو کچه نوره هم لوړه کړي، څو د کرنې سکټور لا پیاوړی او د بزګرانو عواید زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د ځینو سوداګریزو لارو له محدودېدو وروسته، د افغانستان تازه مېوې او نور صادراتي توکي د بدیلو لارو له لارې د سیمې او عربي هېوادونو بازارونو ته صادرېږي.

