هرمز تنګي ته نږدې د امریکا چورلکه غورځېدلې

تېره ورځ (دوشنبه، د جون ۸مه) هرمز تنګي ته نږدې د امریکا یوه اپاچي چورلکه غورځېدلې ده.
نیویارک ټایمز د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د الوتکې ټول عمله په خوندي ډول ژغورل شوې ده.
د پېښې د رامنځته کېدو دقیق علت تر اوسه نه دی معلوم شوی. امریکایي چارواکو هم په دې اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې او د پېښې د جزییاتو د روښانتیا لپاره څېړنې روانې دي.
دغه پېښه په داسې مهال شوې چې د سیمې په عمومي امنیتي وضعیت کې حساسیتونه زیات شوي او د هرمز تنګي په شاوخوا کې د پوځي حضور او تګ راتګ کچه لوړه شوې ده.
هېڅ لوري تر اوسه د پېښې مسوولیت نه دی منلی او د پېښې په اړه رسمي تاییدي جزییات لا هم تر ارزونې لاندې دي.

