هلمند کې د لرغونو توکو د قاچاق هڅه شنډه شوې

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د ۲۱۵ عزم قول اردو ځواکونو په دغه ولایت کې د لرغونو توکو د قاچاق یوه هڅه شنډه کړې او له څلور زره درې سوه څخه د زیاتو مسي خښتو د ناقانونه لېږد مخه یې نیولې ده.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې مسي خښتې د بهرامچې له لارې پاکستان ته قاچاق کېدلې، خو د امنیتي ځواکونو له لوري په وخت کشف او ضبط شوې دي.

سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونو د کلتوري شتمنیو د ساتنې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې او ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي، څو د هېواد تاریخي او فرهنګي ارزښتونه په ناقانونه توګه بهر ته ولېږدوي.

مسوولین دا هم وايي، د ورته پېښو د مخنیوي لپاره به جدي اقدامات دوام ولري او له ټولو هېوادوالو غواړي چې د ملي شتمنیو په ساتنه کې له امنیتي بنسټونو سره همکاري وکړي.

دکمه بازگشت به بالا