هلمند کې زرګونه کیلو قاچاقي درمل له منځه وړل شوي

د هلمند مسوولین وایي، د یاد ولایت ګرمسېر ولسوالۍ په «ریګ» سیمه کې ۴ زره ۹۸۰ کیلوګرامه قاچاقي انساني درمل له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه درمل د هلمند ولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست اړوند ګرځنده ټیمونو له تېرو یوې میاشتې راهیسې د قاچاقي واردېدو پر مهال نیولي وو.
مسوولینو ویلي چې یاد درمل د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د اړوندو ادارو په حضور کې وسوځول شول.
هلمند کې تر دې وړاندې هم د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې لسګونه ټنه قاچاقي توکي نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.

