هلمند کې ورکه شوې څلور کسیزه کورنۍ روغ رمټ وموندل شوه

د هلمند ولایت مقام وایي، هغه څلور کسیزه کورنۍ چې د سختو بادونو او دوړو له امله په بنادر دښته کې ورکه شوې وه، نن سهار روغ رمټ وموندل شوه.

د هلمند ولایت ویاند محمدقاسم ریاض ویلي، په ورکو کسانو کې یوه ښځه، دوه نارینه او دوه میاشتنی ماشوم شامل وو چې تر موندل کېدو وروسته یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نوموړي ویلي، کورنۍ د شنبې په ورځ له بهرامچې څخه د بنادر پر لور روانه وه، خو د چکول غره له سیمې تېرېدو پر مهال یې لاره ورکه کړې او موټر یې هم خراب شوی و.

د ریاض په وینا، ځمکنیو او هوايي ځواکونو په تېرو دوو ورځو او تېره شپه د کورنۍ موندلو لپاره عملیات کړي، خو د سیمې سختو شرایطو د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې وې.

هغه زیاته کړې، د ژغورنې عملیات نن سهار هم دوام وکړ او بالاخره کورنۍ د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند بنادر دښتې کې وموندل شوه.

ریاض وویل، دوه میاشتنی ماشوم د اوږدې مودې لپاره د خوړو او اوبو له نشتوالي لږ وږی او تږی شوی و، خو د کورنۍ د نورو غړو په ګډون یې روغتیايي وضعیت ښه دی.

نوموړي زیاته کړه چې کورنۍ له اصلي لارې ډېره لرې تللې وه او همدې موضوع د ژغورنې ډلو لپاره د هغوی موندل ستونزمن کړي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا