هند کې د معبد مخې ته د ګڼېګوڼې له امله ۷ کسان مړه شوي

د هند په بیهار ایالت کې د «اشوک دهم» معبد مخې ته د سختې ګڼېګوڼې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
راپورونه وايي، پېښه نن دوشنبه د بیهار ایالت په لکھیسرای سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې زرګونه زیارتکوونکي د ساون میاشتې درېیمې دوشنبې په مناسبت د مذهبي مراسمو لپاره د معبد شاوخوا راټول شوي وو.
د معلوماتو له مخې، د زیارتکوونکو ناڅاپي زیاتېدو او د معبد شاوخوا د جوړو شویو خنډونو ماتېدو ګڼېګوڼه شدیده کړې ده.
ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د برېښنا ستنې لوېدو او د خلکو ترمنځ د برېښنا مزو شتون په اړه اوازو هم د وېرې او ګډوډۍ لامل شوی، خو سیمهییز چارواکي وايي، د پېښې کره علت لا تر څېړنې لاندې دی.
چارواکي وايي، په پېښه کې اووه کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

