ټرمپ به سبا فرانسې ته سفر وکړي

ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې دوشنبې په ورځ فرانسې ته سفر وکړي.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» لیکلي چې دا سفر به د «UFC 250» سیالیو له ترسره کېدو وروسته ترسره شي.
د نوموړي په وینا، د سفر پر مهال به د منځني ختیځ او اوکراین د جګړو د پای ته رسولو په تړاو خبرې اترې هم ترسره شي.
د یادونې ده چې د «UFC 250» سیالۍ نن په واشنګټن ډيسي کې د سپینې ماڼۍ په جنوبي لان کې ترسره کېږي.

