ټرمپ د ایران له هوکړې وروسته له پراخو نیوکو سره مخ شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي او منځني ختیځ په اړه وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د واشنګټن پوځي تګلارې لا هم د نړیوالو شنونکو او سیاسي څارونکو له پراخو نیوکو سره مخ دي. منتقدان باور لري چې د امریکا پرله‌پسې پوځي حضور او د زور پر بنسټ سیاستونو نه یوازې د سیمې امنیت تضمین نه کړ، بلکې د بې‌ثباتۍ او کړکېچ د پراخېدو لامل هم شول.
ټرمپ، چې د خپلو وروستیو عملیاتو ستاینه یې کړې، ادعا کړې چې د هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ بېرته عادي شوی، خو ګڼ شنونکي ټینګار کوي چې د پوځي فشارونو دوام د سیمې پر امنیت، نړیوالې سوداګرۍ او اقتصادي ثبات منفي اغېزې لرلی شي.

د دوی په باور، د شخړو د حل لپاره ډیپلوماسي، متقابل درناوی او سیاسي تفاهم د پوځي فشارونو په پرتله اغېزمنه او دوامداره لار ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا