ټرمپ د «نیویارک ټایمز» پر راپورونو سخت غوسه شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «نیویارک ټایمز» پر هغه راپور توند غبرګون ښودلی چې پکې د ایران او امریکا ترمنځ له وروستیو تحولاتو وروسته د بدلونونو ارزونه شوې وه.
ټرمپ په یوه پوسټ کې ادعا کړې چې یادې رسنۍ د وروستیو پېښو اغېزې له پامه غورځولې او د واقعیتونو ناسم انځور وړاندې کړی دی. نوموړي د راپور محتوا رد کړې او د «نیویارک ټایمز» پر دریځ یې سختې نیوکې کړې دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر او ځینې لویې امریکايي رسنۍ له اوږدې مودې راهیسې پر سیاسي او رسنیزو موضوعاتو ژور اختلافات لري، او دغه لفظي شخړه د هماغو اختلافاتو وروستۍ بېلګه بلل کېږي.

