ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر ضد له ګواښونو پر شا شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران اسلامي جمهوریت سره د روانو تحولاتو په تړاو ویلي چې هغه برید چې ټاکل شوې وه ترسره شي، لغوه شوی او پر ځای یې د خبرو اترو او سیاسي تعامل لاره تعقیبېږي.

نوموړي ادعا کړې چې دا پرېکړه له ایران اسلامي جمهوریت سره په روانو مذاکراتو کې د ځینو پرمختګونو له امله شوې او د هوکړې د رامنځته کېدو لپاره هڅې دوام لري. ټرمپ همداراز ویلي چې د هوکړې تر وروستي کېدو پورې به ځینې محدودیتونه پر خپل ځای پاتې وي.

د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې د یو شمېر هېوادونو د ملاتړ یادونه هم کړې، خو د خبرو د جزییاتو او د احتمالي هوکړې د څرنګوالي په اړه یې بشپړ معلومات نه دي وړاندې کړي.

بلخوا، د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو تل ټینګار کړی چې هر ډول احتمالي هوکړه باید د هېواد ملي ګټې، مشروع حقونه او اساسي دریځونه خوندي وساتي او د متقابل احترام پر بنسټ ترسره شي.

دا څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د سیمې وضعیت لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی او د بېلابېلو لوریو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو بهیر روان دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا