پاکستانی‌الاصله امریکايي سوداګر د مالي درغلۍ په تور ونیول شو

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې پرویز صدیقي په نوم یو پاکستاني‌الاصله امریکایي سوداګر له خپلو ځینو همکارانو سره په امریکا کې د مالي درغلۍ په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، تورن کسان د «میډیکېډ» روغتیايي پروګرام له بودیجې څخه د جعلي اسنادو او ناسم مالي ثبت له لارې شاوخوا ۳۸ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

سرچینې وایي، یادو کسانو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو ناسم اسناد برابر کړي او د هغو خدمتونو په نوم یې مالي امتیازات ترلاسه کړي چې یا نه وو ترسره شوي او یا هم په محدود ډول وړاندې شوي وو.

راپورونه زیاتوي چې امریکايي عدلي او قضايي ادارو د قضیې پلټنې پیل کړې او تورن کسان یې د قانوني اقداماتو لپاره نیولي دي.

د امریکا حکومت ټینګار کړی چې د مالي درغلۍ، جعل او عامه بودیجو د ناوړه استفادې پر وړاندې به جدي چلند ته دوام ورکړي او سرغړوونکي به د قانون له مخې له حساب ورکولو سره مخ شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا