پاکستان کې ماهرنګ بلوچ پر عمر بند محکومه شوه

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې د بلوچ پیوستون غورځنګ مشره ماهرنګ بلوچ د یوه سرحدي امنیتي سرتېري د وژنې په قضیه کې پر عمر بند محکومه کړې ده.

د محکمې د پرېکړې له مخې، یاد سرتېری په ګوادر کې د یوې احتجاجي غونډې پر مهال ټپي شوی و او وروسته یې د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی و.

په ورته مهال، د بلوچ پیوستون غورځنګ یو بل مخکښ غړی صبغت‌الله هم په جلا قضیه کې پر عمر بند محکوم شوی دی.

د راپورونو له مخې، ماهرنګ بلوچ او د بلوچ پیوستون غورځنګ تر اوسه د محکمې د پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د غورځنګ ځینو غړو دغه پرېکړه ناعادلانه بللې او پرې نیوکې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا