پاکستان کې وسلهوال تاوتریخوالی د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی

د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټېټیوټ (PIPS) د تازه معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې وسلهوال تاوتریخوالی د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
اېکانومېسټ ورځپاڼې پر اېکس په خپاره شوي ګراف کې ویلي، په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په نړیواله کچه د هېواد د ځواکمن او اغېزناک انځور وړاندې کولو هڅه کوي، د هېواد دننه امنیتي وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.
د راپور له مخې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، بلوڅ بېلتونپالو او نورو وسلهوالو ډلو بریدونه زیات شوي او په بېلابېلو سیمو کې یې امنیتي پېښې پراخې کړې دي.
شنونکي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ناامني، او همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي امنیتي کړکېچونه، د دې وضعیت له مهمو لاملونو ګڼي.
د راپور په پای کې ویل شوي چې د تاوتریخوالي دغه زیاتوالی د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړی او د پاکستان د داخلي ثبات لپاره یې جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

