پر لبنان د اسرائیلو تازه بریدونه؛ قطر یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې

د قطر بهرنیو چارو وزارت پر لبنان د وروستیو بریدونو په تړاو د اسرائیلو اقدامات غندلي او دا یې د لبنان د حاکمیت ښکاره نقض بللی دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې پر لبنان دا ډول بریدونه د وضعیت د لا کړکېچن کېدو لامل ګرځي او د نړیوالو قوانینو له اصولو سره په ټکر کې دي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د لبنان د پوځ یو لوړپوړی افسر، یو بریدجنرال او یو سرتېری د نبطیه ـ خردلي پر لاره د تګ پر مهال وژل شوي دي، او په مجموع کې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه هېواد د لبنان د حاکمیت، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته ژمن دی او د ملکي او پوځي زیانونو د کمېدو غوښتنه کوي.

له دې وړاندې هم د لبنان اړوندو چارواکو د دغو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې وه، په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې، په سیمه کې د اوربند د موجودیت سره سره وخت ناوخت تاوتریخوالی رامنځته کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا