پر کندهار او خوست د پاکستان تازه هوايي بریدونه؛ ځاني زیان نه لري

د پاکستان پوځي رژیم نن سهار وختي پر کندهار ښار او د خوست ولایت پر ګربزو ولسوالۍ هوايي بریدونه کړي دي.

د خوست والي ویاند، مستغفر ګربز، ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم بریدونه په ګربزو ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې ترسره کړي، خو په دغو بریدونو کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

په ورته مهال، یوې سرچینې ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم نن سهار پر کندهار ښار هم هوايي بریدونه کړي دي.

بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان پوځي رژیم د هوايي بریدونو راپورونه تایید کړي، خو ویلي یې دي چې په دغو پېښو کې ځاني زیان نه دی اوښتی.

د هغه په وینا، برید د کندهار ښار نهمې ناحیې اړوند سیمه کې شوی دی.

څو ورځې وړاندې هم پاکستان پر کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې په کونړ کې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

اسلامي امارت هغه بریدونه غندلي او په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر هم احضار کړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا