پزشکیان: ایران جګړه نه غواړي؛ د هر ډول تېري پر وړاندې به پرېکنده ځواب ورکړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان قرغزستان ته تر سفر مخکې، د شانګهای همکاریو سازمان مشرانو په ۲۶مه غونډه کې د ګډون په موخه، د سیمې هېوادونو ترمنځ د امنیت، سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

پزشکیان ویلي، په داسې شرایطو کې چې ځینې نړیوال بنسټونه هڅه کوي په نړۍ کې یو ځانګړی لیدلوری غالب کړي، شانګهای همکاریو سازمان کولی شي د بېلابېلو او خپلواکو نظرونو مطرح کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

هغه د سیمې ګډ تاریخي او تمدني شالید ته په اشاره ویلي، د دې سیمې ولسونو زرګونه کاله له یو بل سره اړیکې، ګډ ژوند او همکارۍ لرلې او د سولې، امنیت، اقتصاد او تمدن لپاره پراخ ظرفیتونه لري.

د ایران ولسمشر هیله څرګنده کړې چې سیمه‌ییز هېوادونه د رغنده خبرو او متقابل تفاهم له لارې د سیمه‌ییزو مسایلو د مدیریت او امنیت ساتنې وړتیا نوره هم پیاوړې کړي.

پزشکیان په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې ایران جګړه نه غواړي، خو د هر ډول تېري پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي او پرېکنده ځواب به ورکړي.

هغه زیاته کړې چې بې‌ثباتي او ناامني د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او د سیمې پر ټولو هېوادونو منفي اغېزې لرلی شي.

نوموړي همداراز د امنیت ټینګښت، اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د سیمه‌ییزو مشرانو لیدنې کولی شي د امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا