پزشکیان: خبرې اترې د تسلیمېدو معنا نه لري

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، خبرې اترې د تسلیمېدو معنا نه لري، بلکې موخه یې د ایراني ملت د عزت، اقتدار او قانوني حقونو دفاع ده.
نوموړي په خپل اېکس پیغام کې ټینګار کړی چې ایران به هېڅکله د خلکو او هېواد له مشروع حقونو شاتګ ونه کړي او په منطق، پیاوړي دریځ او کلکې ارادې سره به د خپلو ملي ګټو ساتنې ته دوام ورکړي.
پزشکیان زیاته کړې، د ایران حکومت ځان د خلکو خدمت، د هېواد د ګټو خوندیتوب او د ملي عزت دفاع ته ژمن بولي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
د ایران ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې سیمه د مهمو سیاسي او ډیپلوماتیکو تحولاتو شاهده ده او د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو د خبرو اترو او اړیکو پر راتلونکې بحثونه روان دي.


