پزشکیان: د ایران مهمې پرېکړې د رهبرۍ له اجازې پرته نه کېږي

مسعود پزشکیان ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي توافق په اړه هېڅ پرېکړه د اسلامي انقلاب د رهبر له اجازې او د ملي امنیت عالي شورا له چوکاټ پرته نه شي ترسره کېدای.
پزشکیان ټینګار کړی چې د هېواد اړوند مهمې پرېکړې د ګډ ملي دریځ او واحد تصمیم له مخې ترسره کېږي او ټولې چارې د نظام د لوړو مراجعو تر سلا وروسته عملي کېږي.
نوموړي ویلي: «د هېواد په اړه هېڅ پرېکړه د ملي امنیت عالي شورا له چوکاټ او د انقلاب د ستر مشر له اجازې پرته نه شي کېدای، ځکه د هېواد اداره ګډ تصمیم او همغږۍ ته اړتیا لري.»
دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن او تهران احتمالي هوکړې ته نږدې شوي او د هرمز تنګي وضعیت به هم ډېر ژر عادي شي.
په وروستیو اوونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو، سیمهییز امنیت او اټومي پروګرام په تړاو بحثونه زیات شوي، خو تهران تل ټینګار کړی چې د هېواد ستراتیژیکې پرېکړې د رهبرۍ او ملي بنسټونو له سلا پرته نه عملي کېږي.

