پزشکیان له امریکا سره د تفاهم سند لاسلیک کړ

د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په رسمي ډول له متحده ایالاتو سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړی دی.
د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه سند فارسي نسخه په فرانسه کې لاسلیک کړې وه، چې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم د لومړني چوکاټ برخه ګڼل کېږي.
راپورونه زیاتوي، ټاکل شوې ده چې د دې سند وروستی او رسمي لاسلیک د جمعې په ورځ په سویس کې د پاکستان په کوربهتوب ترسره شي. دغه توافق د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم د پراخولو او د راتلونکو مذاکراتو د پیل لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
دغه پرمختګ د سیمهییزو او نړیوالو رسنیو له لوري هم د مثبتې دیپلوماسۍ د یوې هڅې په توګه ارزول شوی، چې هدف یې د اختلافاتو د کمولو او د خبرو اترو د دوام زمینه برابرول دي.

