پزشکیان: «ټوله نړۍ زموږ بریا مني»؛ جګړه دې همدا نن پای ته ورسېږي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، غوره ده چې له امریکا سره روانه جګړه «همدا نن» پای ته ورسېږي، ځکه د نوموړي په وینا، ایران د «ځواک او عزت» له دریځه د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
د «ایسنا» خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان دا څرګندونې د جمعې په ورځ په تهران کې له یو شمېر ډاکټرانو سره په لیدنه کې کړې دي.
پزشکیان ویلي، ایران په اوسني وضعیت کې د «ځواک او عزت» په دریځ کې دی او په وینا یې، «ټوله نړۍ زموږ بریا مني». نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې پای ته رسېدل باید د ایران د ځواک، عزت او ملي دریځ په ساتلو سره ترسره شي.

