پنجشېر ته د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو ورتګ زیات شوی

پنجشېر ته د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو ورتګ زیات شوی او ورسره په دغه ولایت کې د سیاحت صنعت د پراختیا او پانګونې هڅې هم چټکې شوې دي.

د پنجشېر سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، روان کال د ښاروالۍ له لوري د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښاري پراختیا او سېلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو پروژې پیل شوې دي.

همداراز د یوه ځانګړي هوټل جوړولو پلان هم چمتو شوی چې عملي چارې به یې ژر پیل شي.

د ولایت ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، روان کال تر اوسه له ۴۵۰ زرو ډېر کورني او له ۵۰۰ ډېر بهرني سېلانیان پنجشېر ته تللي دي. په دې لړ کې د روسیې ۷۰ کسیز سیاحتي کاروان هم دغه ولایت ته رسېدلی او د طبیعي او تفریحي سیمو له لیدنې سره به یې سفر دوام وکړي.

چارواکي وايي، د سیاحت ترڅنګ د سوداګرۍ او صنعت پراختیا ته هم پاملرنه شوې او د څښاک او درملو تولید په برخه کې د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د پانګونې اعلان شوی دی.

پنجشېر د شنو درو، طبیعي منظرو، ځړوبو او تاریخي سیمو له امله هر کال ګڼ سېلانیان جذبوي.

د سړکونو پراختیا او له بدخشان، نورستان او تخار سره د لارو نښلول هم دغه ولایت ته د تګ راتګ په اسانتیا کې مهم بلل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا