په امریکا کې سختو توپانونو دوه کسان وژلي او سلګونه زره کسان بېبرېښنا شوي

په امریکا کې سختو توپانونو لږ تر لږه دوه کسان وژلي او له ۸۰۰ زرو ډېر د برېښنا کاروونکي یې بېبرخې کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، توپانونه د سېشنبې په ورځ د ایلینوی، انډیانا، اوهایو او کینټکي ایالتونو له ځینو برخو تېر شوي او ودانیو او بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیانونه اړولي دي.
د انډیانا ایالت د جینینګز ولسوالۍ د کلانتر دفتر ویلي، په «جنیوا ټاونشیپ» سیمه کې یوې راپرځېدلې ونې پر یوه کور لګېدلې چې له امله یې څلور کلن ماشوم ژوند بایللی دی.
د اوهایو والي هم د روزویل سیمې د یوه کس مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې سېلابونو د ژغورنې ډلې د نوموړي تر سیمې له رسېدو راګرځولې وې.
ځايي رسنیو د انډیانا په پورټیج ښار کې د یوه کور د چاودنې او اورلګېدنې له امله د یوه بل کس د وژل کېدو خبر ورکړی، خو پولیس وایي چې د پېښې علت لا نه دی معلوم.
د «PowerOutage.us» وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د سېشنبې تر نیمې شپې پورې په دغو څلورو ایالتونو کې له ۸۰۰ زرو ډېر د برېښنا کاروونکي بېبرخې پاتې وو.
چارواکي خبرداری ورکوي چې د توپانونو له تېرېدو سره سره لا هم د سختو سېلابونو خطر شته او د اوښتو زیانونو د کچې معلومولو لپاره ارزونې روانې دي.

