په ایران کې د افغانستان سفارت سرپرست د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکي سره وکتل

په ایران کې د افغانستان سفارت سرپرست، مولوي فضلمحمد حقاني، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو له رییس مجتبی شصتي کریمي سره لیدلي دي.
د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو، په ایران کې مېشتو افغان کډوالو او اړوندو چارو په اړه خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لوریو د کډوالو د وضعیت او کونسلي خدمتونو په تړاو بېلابېل موضوعات څېړلي، خو د ناستې نور جزییات یې نه دي خپاره کړي.
ایران د افغان کډوالو له مهمو کوربه هېوادونو څخه دی او د کډوالو، اقامې او کونسلي خدمتونو موضوعات د کابل او تهران ترمنځ له مهمو بحثونو څخه بلل کېږي.

