په تهران کې د افغانستان سفارت د اربعین حسيني (ع) په مناسبت تړل کېږي

په تهران کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د اربعین حسيني (ع) د رارسېدو په مناسبت به د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۳مه، چې د سېشنبې له ورځې سره برابره ده، د سفارت ټولې قونسلي او اداري چارې رخصت وي.
د سفارت په خبرتیا کې له مراجعینو غوښتل شوي چې خپلې اداري او قونسلي چارې د رخصتۍ له ورځې پرته په نورو رسمي کاري ورځو کې ترسره کړي، څو له احتمالي ستونزو او ځنډ سره مخ نه شي.
د خبرتیا له مخې، د رخصتۍ تر پای وروسته به د سفارت چارې بېرته د معمول له مخې پیل شي.

