په سمنګان کې څه باندې ۳.۷ میلیون جریبه عامه څړځایونه ثبت شول

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت ویلي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په سمنګان ولایت کې څه باندې ۳ میلیون او ۷۰۸ زره جریبه عامه څړځایونه تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت کړي دي.

وزارت ویلي، دغه څړځایونه د ایبک، حضرت سلطان، خرم او سارباغ، فیروز نخچیر، روی دوآب، دره‌صوف بالا، دره‌صوف پایین او خلم ولسوالیو کې تر ارزونې وروسته رسمي ثبت شوي دي.

د معلوماتو له مخې، له ټولې تثبیت شوې ځمکې څخه څه باندې ۳ میلیون او ۳۳۰ زره جریبه لا هم د څړځای په بڼه پاتې ده، خو نږدې ۳۷۸ زره جریبه یې د خلکو له لوري په للمي او اوبه‌لرونکو کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او عامه تأسیساتو بدله شوې ده.

عدلیې وزارت ټینګار کړی، د نافذ قانون له مخې پر عامه څړځایونو هر ډول تېری، کرنه او ودانیز فعالیت منع دی او د دغو ځمکو ساتنه به د قانون له مخې ترسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا