په شپږو ولایتونو کې ۱۱۸۵ کډوالو کورنیو ته ځمکې ورکړل شوې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په شپږو ولایتونو کې ۱۱۸۵ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې وېشلې دي.
د نوموړي په وینا، په ننګرهار کې ۲۹۰، لغمان کې ۲۸۵، زابل کې ۱۶۰، فراه کې ۱۰۲، سرپل کې ۸۳ او کندز کې ۱۶۰ کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، تر دې مهاله په ټول هېواد کې له ۲۰ زرو ډېرې راستنې شوې کډوالې کورنۍ د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو له نومرو برخمنې شوې دي.
مسوولین وایي، د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش بهیر په چټکۍ روان دی، څو راستنې شوې کورنۍ د مناسب ژوند او استوګنې اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.





