په نسي کې د فصیحالدین فطرت او جمعهخان فاتح ترمنځ خبرې پیل شوې

په بدخشان کې سرچینې وايي، د نسي ولسوالۍ په مرکز کې د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت او قوماندان جمعهخان فاتح ترمنځ د وروستیو رامنځته شویو ستونزو د حل په موخه خبرې پیل شوې دي.
سرچینې زیاتوي، جمعهخان فاتح نن سهار له خپلو اړوندو ځواکونو سره د نسي ولسوالۍ مرکز ته ورغلی او ټاکل شوې چې له فصیحالدین فطرت سره په لیدنه کې پر وروستیو ستونزو او د حل پر لارو چارو خبرې وشي.
د سرچینو په وینا، د دواړو لوریو د ناستې لپاره لازم چمتووالی نیول شوی او تمه ده خبرې د ستونزو د هواري او یوې هوکړې ته د رسېدو په موخه ترسره شي.