په پروان کې د کوه صافي سړک جوړولو چارې روانې دي

د ټولګټو وزارت ویلي، په پروان ولایت کې د پروان ـ کوه صافي عمومي لارې د لومړي لاټ د ۲۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
د وزارت په وینا، دغه پروژه د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیون افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې او اوسمهال پکې د کیندنې، هوارکارۍ، د سړک د بنسټ جوړولو او د پلګوټو د جوړولو چارې دوام لري.
وزارت زیاتوي، دې پروژې د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې او له بشپړېدو وروسته به د خلکو د تګ راتګ، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد اسانتیاوې د پام وړ ښه شي.

