په کاپیسا کې غلا شوي نږدې ۵۰ زره امریکايي ډالر بېرته خپل مالک ته وسپارل شول

د کورنیو چارو وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو په کاپیسا ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۴۹ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالر، چې غلا شوي وو، بېرته ترلاسه کړي او اصلي مالک ته یې سپارلي دي.

د وزارت د عامه اړیکو ریاست مرستیال، رحیم‌الله بریال، ویلي چې د دغې پېښې په تړاو درې تنه هم نیول شوي، چې د لومړنیو څېړنو له مخې د یادو پیسو په غلا کې یې لاس درلود.

د نوموړي په وینا، له نیول شویو کسانو څخه غلا شوې پیسې بېرته ترلاسه شوې او د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل شوې.

کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه د خلکو د سر او مال د خوندیتوب، د جرمونو د مخنیوي او د قانون ماتوونکو د نیولو لپاره خپلو هڅو ته په جدي او دوامداره توګه ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په هرات ولایت د اسلام‌کلا بندر کې یو کس د سلګونو زرو امریکايي ډالرو د قاچاق په تړاو نیول شوی و.

د مسؤولو چارواکو په وینا، نوموړي هڅه کوله یادې پیسې په ناقانونه توګه ایران ته ولېږدوي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او دوسیه یې تر قانوني څېړنې لاندې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا