په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سېلابونو احتمال شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې ویلي، سبا د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو او ورښتونو اټکل شوی چې له امله یې د سېلابونو د راوتلو احتمال هم شته.

د یادې ادارې په وینا، دغه ورښتونه په هرات، فراه، بادغیس، غور، روزګان، دایکنډي، بامیان، میدان‌وردګ، غزني، پروان، بغلان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې تمه کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو ولایتونو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي‌مترو پورې وي، چې په ځینو سیمو کې یې شدت د سېلابي اوبو د راوتلو لامل کېدای شي.

هواپېژندنې ادارې له خلکو غوښتي چې په احتمالي خطر لرونکو سیمو کې احتیاطي تدابیر ونیسي او د سیندونو، خوړونو او د سېلابي مسیرونو له نږدې کېدو ډډه وکړي.

دکمه بازگشت به بالا