په ۱۸ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو احتمال شته

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې ویلي، سبا (دوشنبه) په هېواد کې د ۱۸ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت او سېلابونو احتمال شته.

د خبرپاڼې له مخې، دغه ورښتونه په بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کابل، میدان‌وردګ، بامیان، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې اټکل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، په یادو سیمو کې به د ورښت اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ملي‌متره پورې وي.

همداراز هواپېژندنې ادارې په ختیځ، سویل، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو د پېښېدو خبرداری ورکړی، چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا