پکتیکا کې له ۱۵ زره جریبو ډېره ځمکه امارتي تثبیت شوه

د عدلیې وزارت ویلي چې د پکتیکا ولایت یوسفخېلو ولسوالۍ کې له ۱۵ زره جریبو ډېره ځمکه د اختصاصي محکمې د پرېکړې له مخې امارتي تثبیت شوې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکزي زون امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې ۱۵ زره او ۲۷ جریبه ځمکه د دولت ملکیت ده.
د خبرپاڼې له مخې، یاده ځمکه د یوسفخېلو ولسوالۍ د میست کلي په اووه کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې تر دې وړاندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري هم ارزول شوې وه.
عدلیې وزارت ویلي چې د قانون له مخې د دغې ځمکې دوسیه اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه او محکمې د متصرفینو، کمېسیون، املاکي دفترونو او اړوندو ادارو اسناد او معلومات له ارزونې وروسته دا ځمکه بلندآبه او امارتي ملکیت بللې ده.
سرچینه زیاتوي چې د محکمې د پرېکړې پر بنسټ، هغه کسان چې پر یاده ځمکه تصرف لري، باید ځمکه بېرته د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

