پېښور کې دوه افغان خبریالان نیول شوي

د پېښور پولیسو تېر ماښام دوه افغان خبریالان، ابراهیم امیري او عابد مومند، په پېښور کې له خپل استوګنځي نیولي او نامعلوم لوري ته یې لېږدولي دي.

د معلوماتو له مخې، یاد خبریالان د «بې‌پولې خبریالانو» سازمان په ملاتړ د یوه اروپايي هېواد د ویزې ترلاسه کولو په موخه پېښور ته تللي وو.

تر اوسه د هغوی د نیول کېدو د علت او اوسني ځای په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا