کابل ښار پراخېږي؛ بګرامي او چهارآسیاب به له کابل سره یوځای شي

کابل ښاروالۍ وايي، د پلازمېنې د پراختیا پلان له مخې ټاکل شوې چې بګرامي او چهارآسیاب ولسوالۍ له کابل ښار سره مدغم او د ښار په ناحیو کې شاملې شي.
د کابل ښاروالۍ چارواکي نعمتالله بارکزي ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې د عمودي او افقي پراختیا له پلوه د پام وړ وده کړې او د ښار پراختیا لا هم روانه ده.
هغه زیاته کړې چې کابل اوس ۲۲ ناحیې لري او د پلان له مخې به بګرامي او چهارآسیاب هم ورسره یوځای شي.
بارکزي ویلي، د کابل پراختیا یوازې د لوړو ودانیو تر جوړېدو محدوده نه ده، بلکې ښار په افقي ډول هم پراخ شوی دی.
کابل ښاروالۍ تر اوسه د بګرامي او چهارآسیاب د مدغمېدو لپاره کره نېټه نه ده اعلان کړې.
بګرامي د کابل ښار له مرکزه شاوخوا ۱۵ کیلومتره واټن لري، په داسې حال کې چې چهارآسیاب د پلازمېنې سوېل ته موقعیت لري او د کابل له مهمو ترانسپورتي لارو څخه ګڼل کېږي.

