کابل کې د درملو ۴ پلورنځي تړل شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست مسوولینو د کابل ښار په یولسمه ناحیه کې د «هوټل پروان» په سیمه کې د درملو له ۱۲ عمده پلورنځیو څارنه کړې ده.
د وزارت په وینا، دغه څارنه د نرخونو کنټرول، بېکیفیته درملو او انحصار مخنیوي، د روغتیايي قوانینو تطبیق او بازار ته د باکیفیته درملو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوې ده.
د څارنې پر مهال د پلورنځیو مسوولینو ته د روغتیايي اصولو د مراعاتولو سپارښتنې شوې او د اسنادو نه لرلو له امله ۴ عمده پلورنځي تړل شوي دي.
وزارت زیاتوي، دا ډول څارنې په کابل او نورو ولایتونو کې دوام لري او له درملپلورونکو غوښتل شوي چې روغتیايي قوانین په جدي ډول مراعات کړي.





